ګلګت 01 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ګل??ت بلتستان كښې د 250 كټونو روغتون پشمول د څلورو منصوبو د بنياد تيګه كېښولې ده۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم ګل??ت بلتستان كښې د آزادۍ ورځ په موقع ګورنر هاٶس ګل??ت كښې د څلورو لويو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې كښې سکردو كښې د 250 بسترو د روغتون منصوبه شامله ده٬ دې څخ?? به 60 لكه كسانو ته ګټه ورسي او په دوېم پړاٶ كښې به د نور 250 كټونو اضافه وكړې شي٬ د دې منصوبې په وړومبي فېز به درې اربه روپۍ لګښت راځي٬ دا روغتون به د سكردو په حسېن آباد سيمه كښې جوړېږي كوم لپاره چې 500 كنال سركاري زمكه بېله كړې شوې ده۔ وزيراعظم د سكردو په روندو سيمه كښې د 34.5 مېګاٶاټ هائيډرو پاو?? پراجېكټ د بنياد تيګه هم كېښودې شوه په كومې چې به 9.5 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وزيراعظم سکردو كښې د 26 مېګاواټ هائيډرو پاو?? پراجېكټ د بنياد تيګه هم كېښوده او د دې نه علاوه وزيراعظم د ريجنل ګرډ ګل??ت بلتستان فيز ون منصوبې هم د بنياد تيګه كېښوده په منصوب?? به 4 اربه 95 كروړه 90 لكه روپۍ لګښت راځي او دا منصوب?? به په 48 مياشت كښې سر ته رسي
وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان كښې د 250 كټونو روغتون پشمول د څلورو منصوبو د بنياد تيګه كېښوده
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث