اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ازبکستان نائب وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او فارن ټرېډ وزير سردور عمر زاكوف ليدلي دي، په ملاقات كښې وزيراعظم عمران خان د لاهور او تاشقند ترمېنځه د سېلګرۍ٬ كاروباري رابطو او په اولسي كچه د تړون زياتولو لپاره نېغ په نېغه د پروازونو بحالۍ او په افغانستان كښې د سلامتيا او استحکام په اهميت زور راوړو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ په نزدې اړيكو زو رواړلو سره ازبکستان سره تجارت، زراعت ، توان او په اولسي كچه رابطو لپاره په ټولو څانګو كښې اړيكو مستحكمولو لپاره د پاکستان د عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل زه راتلونكې مياشت كښې د ازبکستاني صدر شوکت مرزيوف د پاكستان دورې ته سترګې په لار يم۔ وزيراعظم سيمه ايزو رابطو او انضمام د اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ سنګ ميل ګرځولو سره ټرانس افغان رېلوے منصوبې لپاره د پاكستان د قوي عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم په دې موقع د سيمه ايزې سوكالۍ سبب جوړېدونكې رابطې مخ په وړاندې بوتللو لپاره په افغانستان كښې د سلامتيا او د استحكام اهميت په ډاګه كولو سره دغلته د بشري بحران خاتمې لپاره د انساني او اقتصادي چېلنجونو د مخنيوي په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم عمران خان د لاهور او تاشقند ترمېنځه د سېلګرۍ٬ كاروباري رابطو او په اولسي كچه تړون زياتولو لپاره نېغ په نېغه د پروازونو بحالۍ په اهميت زور راوړو۔ ده د ترجيح تجارتي لوظنامې پشمول په ټولو زېر التواء دوه اړخيزه تفاهم نامو او لوظنامو ته په حتمي شكل وركولو هم زور رواړو۔ په دې موقع سردور عمر زاكوف د پاكستان وزيراعظم عمران خان ته د ازبکستان د وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو
وزيراعظم عمران خان سره د ازبکستان نائب وزيراعظم او د سرمايه كارۍ او فارن ټرېډ وزير سردور عمر زاكوف وليدل٬ د شريكو رابطو زياتولو په حاجت زور
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا