اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار س??تاج عزيز و??ېلي دي پاكستان چين سره ستراتېژېكي اړيكې لا مضبوطولو له لوظي دے٬چين د پاكستان د باور وړ ملګرے او په اقتصادي پرمختګ كښې مهم شراكتدار دے۔پاكستان به په ټولو مهمو چارو د چين ملاتړ روان ساتي۔دا خبرې ده د چين د ترهه ګرۍ مخ نيوي سټېټ كمشنر چنګ ګوپنګ سره ملاقات كښې كړي۔د خارجه دفتر وياند ترمخه په ملاقات كښې د منطقې روانې وضعې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔سټېټ كمشنر په بېلو سي پېك منصوبو كار كوونكو د چين وګړو امنيت باو??ي كولو او په ټولو مهمو چارو د چين په ملاتړ كولو د پاكستانو ګامونو ستائنه كړې۔دوي د ترهه ګرۍ٬انتهاخوښۍ او بېلتون خوښو په ضد جنګ كښې پاكستان سره د چين لخوا د بشپړې مرستې كولو پخلے وكړو۔خارجه صلاحكار د يو باوري دوست او د پاكستان اقتصادي پرمختګ كښې د مهم شراكتدار په حېث د چين مننه وكړه۔دواړه ډلې د شريكې خوښې په بېلو څانګو مرستې لا زياتولو او مستحكمولو ته هم سلا شول
پاكستان چين سره ستراتېژېكي اړيكې لا مضبوطولو له لوظي دے٬چين د پاكستان باوري ملګرے او په اقتصادي پرمختګ كښې مهم شراكتدار دے
مضمون کا ماخذ : ریل رش