اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند محمد نفیس ??کر??ا وئيلي دي هند په پاکستان كښې د ترهه ګړو مالی مرسته كوي ، وزیراعظم نوازشریف به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د کشمیر مسئلې پشمول هيواد كښې د ګاونډي هيواد د اړي ګړي راجوړولو او د ترهه ګرو مالی مرستې معاملې پورته كوي۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفیس ??کر??ا د زيارت پھ ورځ اوونيز پرېس بریفنګ پھ مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره وكړه۔ جی 20 مشرانو غونډې په مهال د هندي وزیراعظم نریندر مودی د پاکستان په اړه بیان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان كښې د هند د اړخه د ترهه ګرو د مالی مرستې او تخریبی هلو ځلو ښكاره شواهد لرو ۔ وزیراعظم نوازشریف به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې بلوچستان كښې د نيولې شوي ’’را‘‘ ایجنټ کلبھوشن یادیو او مقبوضه کشمیر كښې د هندي ځواكونو د ظلمونو معامله پورته كوي۔ وياند ووئيل پاکستان كښې تخریبی هلو ځلو كښې د هند د ككړيدو معامله به هم پورته كولې شي۔ ده ووئيل د کلبھوشن یادیو اعترافی بیانونه ليدلې شوي او اوريدلې شوې ۔ ده ووئېل کلبھوشن په ډاګه كړې وه چې سيمه كښې كوم هيواد ترهه ګري خپروي۔ وياند په مقبوضه کشمیر كښې د بشري حقونو په زياتو شوو هلو ځلو د تشویش څرګندونې سره ووئيل د هندي پوځ د اړه د پیلټ ګنز ډزو په نتيجه كښې 700 څخه زيات کشمیریان ځوانان ړانده شوې او د هغوي طبی مرسته هم نه ده شوي۔ وياند ووئيل د كشمير مسئله ټوله نړۍ كښې رامخې ته كولو په غرض د وزیراعظم په سپارښتنه ټاكلې شوي 22 پارلماني غړيو د بيلو هيوادونو دورې پيل كړي ۔ په دې لړ كښې د وزیراعظم خاص استازې دا مهال جنیوا ته تللے او د شیډول ترمخه به د نورو هيوادونو دورې هم كوي۔ ده ووئيل پاکستان د کشمیر مسئله پھ ټولو نړيوالو فورمونو پورته كړې دغسې د عمومي اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې به هم د کشمیر مسئله به شدت سره پورته كولې شي ۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاکستان افغانستان كښې امن او استحکام له چمتو دے ، افغانستان كښې امن د پاکستان او سيمې په ګټه دے ۔ ده ووئېل افغانستان كښې امن او استحکام له هڅې د څلور اړخيزه ډلې ټولو غړو هيوادونو ذمه واري ده۔ پاکستان د شمالی کوریا سره د رابطو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل دا راپور اېشین نیوز انټرنیشنل جاری کړے كوم چې هند كښې خپرېږي
وزیراعظم نوازشریف به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د کشمیر مسئلې پشمول هيواد كښې د ګاونډي هيواد لخوا د اړي ګړي راجوړلو او د ترهه ګرو مالی مرستې معامله پورته كوي
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب