اسلام آباد۔1مارچ(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د اېسوسي اېټ ډګرۍ لرونكو طالبعلمانو شمېرې زياتولو به حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي هېواد به د لوړ زده كړو لحاظ سره مخ په وړاندې بوځو٬ نړۍ انف??رم??شن ټېكنالوجي او سائبر سېكورټي كښې هنرمند او تربيه شويو خلكو ته اړتيا لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ور?? په ايوان صدر كښې د كامسېټس پوهنتون 13 م كانووكېشن ته د چانسلر په توګه خپل خطاب كښې وكړه۔ په کانووکېشن كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر شبلی فراز، د پوهنتون رېكټر پروفېسر ډاکټر محمد تبسم افضل، د تعليم ??وه??نو ، د پوهنتون د بېلو څانګو مشرانو او ګڼ شمېر طالعلمانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت پوهنتون ته په غوره كاركردګۍ او په سيمه ايزه او نړيواله كچه رېنكنګ رېكټر ٬ استاذانو او طالبلعمانو ته مباركي وركړه۔ صدر مملکت ووئيل د اخلاقياتو نه غېر د علم هېڅ فائده نشته۔ هغه ووئيل د کامسېټس شمېره په غوره پوهنتونونو كښې كېږي۔ ډاكټر عارف عل??ي ووئيل نړۍ تر كال 2030 ﺀ 80 ملین سائبر سکیورټي ??وه??نو ته اړتيا لري۔ وزیراعظم آئی ټی څخه ټېكس ختم كړې دې ، د انف??رم??شن ټېكنالوجۍ وزارت او ور??وئل پوهنتون 22 لكه ځوانانو ته ډيجيټل سكلز ښودلې دي۔ په کانووکېشن كښې د پوهنتون ريكټر پروفېسر ډاکټر محمد تبسم افضل د کامسېټس پوهنتون كاركردګۍ په اړه رپورټ وړاندې كولو سره ووئيل پوهنتون تر دې دمه 82 زره ګرېجوېټس تيار كړې دي په كومو كښې چې 500 پی ایچ ډی سکالرز هم شامل دي۔ دا مهال د پوهنتون په بېلو كېمپسونو كښی په 100 ډګري پروګرام كښې 44 زره زده كوؤنكي زده كړې ترلاسه كوي۔ په دې موقعه صدر مملكت غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو انجونو او هلكانو ته مېډلز او ډګرۍ وركړې
د اېسوي اېټ ډګرۍ لرونكو طالبعلمانو شمېره به زياتول وي ٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كامسېټس پوهنتون 13م كانووكېشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2