بیجنګ 03 مارچ (اے پي پي) د چین صدر شی جن پنګ او وزیر اعظم لی چیانګ محمد شهباز شریف له د پاکستان په وزیر اعظم منتخب كيدو مبارکي وركړې ده۔د چین سرکاری خبر رسنې ادارې ژنهوا له مخې صدر شی جن پنګ د دې باور خرګندونه كړې چې د پاکستان نوې حکومت به د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې په ټولو څانګو كښې لوئ كاميابۍ ترلاسه كړي او هېواد به د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي۔ده په دې خبره زور راوړو چې چین او پاکستان بېلو څانګو كښې اړيكو قوي كولو سره خپلې ملګرتيا ته لا وده وركولې شي۔ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه د چین پاکستان اقتصادی راهداری په شريكه توګه اپ ګریډ کولو سره نزدې اړيكي لا قوي كړي۔ د چین وزیر اعظم لی کیانګ هم نوې منتخب وزیر اعظم شهباز شریف له د مبارکۍ پیغام لېږلې۔د پاکستان مسلم لیګ نواز صدر محمد شهباز شریف قامی اسمبلۍ كښې 201 ووټ ترلاسه كولو سره په دويم ځل وزیراعظم منتخب شوې۔
د چین صدر شی جن پنګ او وزیر اعظم لی کیانګ محمد شهباز شریف له د پاکستان په وزیر اعظم منتخب كيدو مبارکي وركړه
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا