اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی) پاكستان په ملګرو ملتونو زور راوړې چې هغه د كشمير په اړه پھ خپلو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔?? دې خيالاتو څرګندونه د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ پھ مهال د بېلو پوښتنو په ځوابونو كښې وكړه۔ده ووئيل د هند لخوا د كشمير معامله كورنۍ ګرځول د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده۔پاكستان هند سره د كشمير پشمول ټولې كشالې د خبرو اترو د لارې هوارول كول غواړي ولې چې جنګ د كومې مسئلې لار نه ده ۔هند پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پھ خلاف ورزيو كښې ككړ دے او ?? دې كبله هغه د سلامتي كونسل د غړيتوب اهليت نه لري۔ده ووئيل هندي عسكر مقبوضه كشمير كښې پھ ايمبولينسسز او روغتونونو هم بريدونه كوي۔وياند ووئېل افغانستان كښې امن او استحك??م د پاكستان پھ خپله ګټه دے۔د افغان اولس مشر نا وړه بيانونو څخه هغه خلقو ته ګټھ رسي ??وم چې افغانستان كښې امن او استحكام نه غواري۔ ده ووئېل د كال 2013 نه پس پاكستان كښې ډرون بريدونه كم شوي۔پاكستان ټول عمري د ډرون بريدونو مخالفت كړی٬مقبوضه كشمير كښې د روانو هندي ظلمونو په اړھ د يوې پوښتنې پھ ځواب وياند ووئيل د كشمير مسئلې هوارے د ملګرو ملتونو ذمه واري ده او پاكستان پھ غوره ډول دا مسئله د ملګرو ملتونو پشمول پھ ټولو نړيوالو فورمونو پورته كړی۔وياند ووئيل د كشمير په مسئله جنګونه هم شوي ولې مونږ پوهېږو چې جنګ ?? دې مسئلې حل نه دے۔وياند ووئيل نړيواله ورورولي دې خبرو اترو له پھ هند زور راوړي۔ده ووئيل د طاقت د لارې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق څخه په شا كول ممكن نه دې۔ده ووئيل پاكستان منطقې څخه د ترهه ګرۍ او شرخوښۍ خاتمې او افغانستان كښې امن له لوظي دے۔وياند ووئيل د زلمي خليل ذات بيانونه پھ جدي توګه نشي اخستې ۔پاكستان او امريكا د ترهه ګرۍ په ضد هڅو كښې مهم پار??نر??ن دي۔پاكستان چې څومره ترهه ګرۍ ځپلې دومره بل كوم هېواد نه دے۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ پھ اړھ د پاكستان عزم ته ګوته نيولې كېدې نشي۔
نا وړه بيانونه افغانستان او منطقه كښې د امن او استحكام په ځاې كولو له مرستياله نشي ګرځېد
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن