اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي به (نن) د خالي په ورځ په دوره ورځنۍ دوره متحده عرب امارات ته ځي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د دورې په مهال به صدر د متحده عرب امارات اعلي چارواكو سره ملاقات كوي او دبئي ايكسپو 2020 كښې به د پاكستان پويلين باضابطه پرانسته كوي۔ په يو اے اي كښې د خپلې دورې په مهال به صدر عارف علوي د نوموړو سوداګرو ، سرمايه كارو ، آئي ټي كمپنيو سينئر لارښودو او ميډيا نمائندګانو سره خبرې هم كوي او متحده عرب امارات كښې به پاكستانيانو سره هم خبرې اترې كوي۔ دا دوره د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د سفارتي اړيكو 50 كاله پوره كيدو په مناسبت سره كيږي۔ دبئي ايكسپو 2020 د سيمي لوي او پراخه نندارتون دے چې پكښې 192 هېوادونه ، ګڼ تنظيمونه او كاروباري ادارې ګډون كوي۔ ايكسپو په 01 اكتوبر پيل شوے او دا به تر 31 مارچ 2022 دوام لري۔
صدر ډاكټر عارف علوي به په دوه ورځنۍ دوره (نن) متحده عرب امارات ته ځي
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ