اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) د تركيې د وسله وال پو?? كمانډر جنرال هولوسي آکار د ش??رو په ورځ د هوائي پو?? په مركزي دفتر كښې د پاك فضائيه مشر اېئر چيف مارشل سهېل امان سره ملاقات وكړو۔ اېئر چيف مارشل سهېل امان مركزي دفتر ته په راتګ د ده هركلې وكړو۔ د جنرال هولوسي په راتګ د پاك فضائي يوې چټك ډلې ده ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ جنرال لوهوسي د پاك فضائيه شهيدانو ته پېرزونې وړاندې كولو له د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ د دې څخه وروستو پرنسپل سټاف آفسر ګران مېلمه سره معرفي كړې شو ۔ جنرال هولوسي آکار د پاك فضائې مشر اېئر چيف مارشل سهېل امان سره ملاقات هم وكړو ۔ په دې موقع په وظيفه اي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنجه د شريكې مرستې په چارو هم خبرې وشوې۔ په دې موقع مشرانو يو بل له ډالۍ هم وركړې۔
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون