اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د نهې په ورځ د دې مياشتې په آخر كښې د كېدونكې شريكې مرستې كمېټۍ(جي سي سي)د 11مه غونډې د پېشرفت جاج واخست او ټولو وزارتونو ته ئې د خپل هوم ورك بشپړولو سپارښتنه وكړه ٬ دغسې چې وړاندې كېدونكو پروژو ته عملي شكل وركړے شي۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وزارت سېكرټري٬د مواصلات سېكرټري٬ ايګزېكټو ډائرېكټر چائنه پاكستان اكنامك كورېډور(سي پېك)او د بېلو وزارتونو استازو هم ګډون وكړو۔د يادونې وړ ده وزيراعظم محمد شهباز شريف به د روانې اونۍ په آخر كښې د چين هم دوره كوي دغسې 11مه د جي سي سي غونډه د اهميت وړ ده۔د يادونې وړ ده موجوده حكومت اقتدار سنبهالولو سره سي پیك پروژې بحال كړي كومې چې پي ټي آئي د تېرو څلورو كلونو په مهال په بشپړه توګه نظرانداز كړې وې۔په غونډه كښېد توان٬انفارمېشن ټېكنالوجي٬سماجي او اقتصادي پرمختګ٬صنعتي مرستې ٬سائنس او ټېكنالوجي٬ټرانسپورټ انفراسټركچر او نړيوالې مرستې غوندې بېلو څانګو په پروژو د پېشرفت جائزه اخستلے شوے كومې به چې په 11مې جے سي سي غونډه كښې وړاندې كولې شي۔وفاقي وزير دا هم ووئيل چينائي چارواكو په ماهينګ څانګه كښې ډېره خوښي څرګنده كړی او اړوند وزارت ته په دې لړ كښې د جامع تجويز وړاندې كولو هم هدايت شوے ۔ده ووئيل چينائي چارواكي د ماهينګ په څانګه د يوې وركنګ ډلې جوړولو لپاره هم چمتو دي او په اړوند وزارت د ځينو كوټلو وړاندېزونو د جوړولو هم هدايت شوے۔۔
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د راروانې 11مې جے سي سي غونډه كښې د پېشرفت جائزه٬ټولو اړوند وزارتونو ته د هوم ورك بشپړ كولو هدايت
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی