اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي چې د مسلم لیګ ن حکومت به خپل 5 كلنه موده ترسره كړي او هېواد كښې روان د تاريخي پرمختګ او سوكالۍ سفر به پايې ته ورسولې شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل حكومت د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د پرمختګ مضبوط بنياد اېښو??لې كوم چې تاريخ كښې ??ثال نه لري۔ ده ووئيل كال 2013ء كښې ??اكستان بحراني كېفيت سره مخ وو او ترهه ګرۍ او د توان ستونزې پاكستان مفلوج كړے وو۔ حكومت د خپل غوره تګلار٬ د اولس مرستې او امنيتي ځواكونو قربانيو سره په دې ستونزو په غوره ډول قابو وموندلو۔ او نن د څلور كالونو په لږه موده كښې ??ېواد د بحراني كېفيت نه بهر شوے۔ بلكې د يو روښانه سباؤن لپ??ره ئې مزل هم پېل كړې۔ ده ووئيل نن پاكستان كښې روان معاشي پرمختګ په نړيواله كچه ستائلې شي۔ ده ووئيل هېواد كښې د حكومت د تاريخ جوړونكو پالېسو په سوب لوډشېډنګ بېخي ختمېدونكې دې۔ ده ووئيل د روان كال تر دسمبر به 10 زره مېګاواټ برېښنا نېشنل ګرډ كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل د سی پېک منصوبې ترسېوري لاندې پېل شوي د ساهیوال کول پاور پلانټ دواړو يونټس پېداوار پېل كړې۔ ده ووئيل مخالفين د پانامه كېس په شكل كښې د مسلم ليګ نون مشرتابه په ضد ددروغو پروپېګنډو كښې بوخت دي۔ دوئي به دې كښې ??اكامه شي۔ ??و محمد نواز شريف به د 2018ء ټاكنو څخه وروستو هم د هېواد پرمختګ او سوكالۍ په سفر كشی د پاكستان مشري جاري ساتي۔
حكومت د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د پرمختګ مضبوط بنياد اېښودلې۔ چوهدری برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔