اسلام آباد۔15جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي پخوا زلمو ته د سياسي رشوت وركولو پروګرامونه پېل كړې شول٬ نواز شريف او شهباز شريف به ذاتي تشهير كولو٬ د عثمان ډار مننه كوؤ چې هغوي زلمي د سياسي رشوت پروګرامونو څخه بهر كړل۔ د 40 اربه روپو قرضې ځوانانو لپاره منظور كړې شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په تېر وخت كښې چې ن ليګ د زلمو په نوم كوم پروګرامونه پېل كړې وو هغه ئې د خپل ذات لپاره وو٬ هغوي خو د پرائم لون پروګرام مشره هم مريم نواز جوړه كړې وه۔ هغه ووئيل ن ليګ د دې پروګرامل لاندې يوازې 26 اربه روپۍ تقسيم كړی او مونږ به يوازې د كامياب جوان پروګرام هدف 50 اربه روپو ته رسوؤ۔ هغه ووئيل د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې مو يو بشپړ پروګرام راوړې د كومې مېوې چې ترلاسه كېدل پېل شوي دي۔ هغه ووئيل ځوانانو لپاره د 40 اربه روپو قرضې منظور كړې شوي دي۔ د 30 اربه روپو منظور كړې شويو قرضو سره 22 زره نوې كاروبارانو پېل كړې شوي دي۔ هغه ووئيل په كامياب جوان پروګرام كښې سټارټ اپس پروموټ كړې شوې دې٬ چا سره چې د وسائلو كمي وه هغوي دې پروګرام څخه استفاده كولو سره ځان او نورو لپاره د روزګار وسيله جوړېږي۔ هغه ووئيل د دې پروګرام د اولني پړاؤ لاندې د 10 لكه روپو قرض د كومې ګارنټۍ نه غېر ترلاسه كېدې شي۔ فرخ حبیب ووئيل په 30 اربه كښې 12 اربه روپۍ سټارټ اپس له وركړې شوي دي۔ هغه ووئيل په كامياب جوان پروګرام كښې مېرمنو هم بشپړه برخه اخستې ده۔ هغه ووئيل 3 زره كاروبارونه په سندھ كښې هم پېل كړې شوي دي۔ هغه ووئيل د كامياب جوان پروګرام لاندې 50 زره نوكرۍ وركړې شوي دي۔ فرخ حبیب ووئيل “هنر د ټولو لپاره ” پروګرام له 10 اربه روپۍ بېلې كړې شوي دي كوم څخه چې تر دې دمه 25 زره ځوانانو استفاده كړې ده۔ هغه ووئيل د پاکستان د آئی ټی اېکسپورټس ټارګټ د روان كال په مهال 3 اربه ډالر دې۔ ځوانان بېلو هلو ځلو كښې شاملولو له اېچ اي سي سره په ګډه ټېلنټ پروګرام هم پېل كړې شوې ۔ هغه ووئيل په ګرد هېواد كښی ټېلنټ هنټ پروګرام اوس هم روان دے۔
پخوا زلمو ته د سياسي رشوت وركولو پروګرامونه پېل كړې شول٬ نواز شريف او شهباز شريف به ذاتي تشهير كولو٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں