اسلام آباد۔01 فروری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ميانوالي په مكړوال تاڼه د ترهګرو بريد په ناكامه كولو د پنجاب پوليس ستائنه كولو سره د غېر معمولي مړانې څرګندونه كوؤنكو پوليس افسرانو او ځوانانو ته د انعامونو او تعريفي سندونو وركولو اعلان كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ترهګرو په زغلولو د پنجاب پوليس افسرانو او ځوانانو ستائنه كوم٬ پوليس د ترهګرۍ او جرمونو په ختمولو كښې زمونږ د وياړ وړ د اولني صف ډله ده۔ د ترهګرو په ضد ټول قوم او ادارې يو موټي او يو آواز دي۔ وزیر اعظم ووئيل د ترهګرۍ په مخنيوي كښې د پنجاب پوليس او سي ټي ډي په كردار ټول اولس ته وياړ دے۔ ده ووئيل پوليس او سي ټي ډي به لا مضبوطوؤ او دوئي ته به عصري وسله وركوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له ټول اولس خپلو اتلانو ځواكونو سره ولاړ دے
د وزيراعظم شهباز شريف د ميانوالي په مكړوال تاڼه د ترهګرو بريد په ناكامه كولو د پنجاب پوليس ستائنه٬ د غېر معمولي مړانې څرګندونه كوؤنكو پوليس افسرانو او ځوانانو له د انعامونو او تعريفي سندونو اعلان
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی