اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان غذائي تحفظ په سباٶن كښې تر ټولو لوي چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي كه كركيلي ته پام ونه كړے شو نو فوډ سيكورټي به نېشنل سكيورټي مسئله جوړه شي٬ مونږ زرعي تحقيق٬٬ ښه تخمونو ٬ د كر خاص سيمې رامخې ته كولو٬ د كوچنيو كروندګرو تربيه او دوي ته پور وركولو٬ د كسان كارډ د لارې نېغ په نېغه سبسډي وركولو او د جديدې ټېكنالوجي كارولو سره غذائي تحفظ سره پاكستان په زرعي څانګه كښې د درامد كونكي په ځاے برآمد كونكےهېواد جوړوٶ٬ په ماضي كښې يو حكومت د زراعت٬ صنعت٬ سېلګرۍ ٬ عام وګړي او بې وسه طبقو ته پاملرنه نه وه كړې او د دوي د بهترۍ ئې سوچ نه ٶ كړے٬ چين په 35 كالو كښې 70 كروړه خلق د غربت نه خلاص كړي٬ د مدينې د رياست كار د بې وسه طبقو خيال ساتل دي۔ وزيراعظم د زيات په ورځ دا خبرېپه کنونشن سنټر كښې نېشنل کسان کنونشن ته خطاب كښې وكړې۔ د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام او د غذائي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه هم کنونشن ته وېنا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په راتلونكي وخت كښې مونږ ته يو شمېر چېلنجونه رامخې ته دي٬ فوډ سكيورټي په دې ټولو كښې لوي چېلنج دے، تېر كال مونږ 40 لكه ټنه غنم درآمد كړي چې قېمتي زرمبادله پرې خرڅ شوې، د پاکستان ودانيپه تندۍ سره زياتېږي٬ په راتلونكي وخت كښې دومره لوئې ودانۍ لپاره غله پېدا كول او د دوي غذائي ضرورتونه پورا كول به لويه مسئله وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ لپاره راتلونكي وخت لپاره تيارۍ كول دي او داسې هېواد نه دي جوړېدول چې د خپل اولس غذائي ضرورتونه هم ترسره كولې نشي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې 40 فيصده كوچنيان د غذائي كمي ښكار دي چې په سبب ئې د دوي مناسب روزنه نه كېږي٬ پېۍ كوم چې د كوچنيانو بنيادي ضرورت دے٬ وركول لويه مسئله ده، په ښارونو كښې داسې پېۍ خرڅېدل كوم چې په واشنګ مشين كښې د يوريا څخه او د عجيبه څيزونه په ورګدولو جوړېدل او چې كله مونږ سختي وكړه نو د پيو بيعه زياته كړې شوه۔ده ووئېل كله چې لا تحقيقات وكړے شول نو معلومه شوه چې زمونږ د پيو څاروي د چين او اروپا په مقابل كښې 6 چنده كم پېي وركوي۔ده ووئېل چا په ماضي كښې د ځناورو بهتر نسلونو جوړولو ته سوچ هم نه دے كړے، د پاکستان مسئلهدا ده چې يو وړې طبقې په ټولو وسائلو خيټه اچولې ٬ ټول سهولتونه او مراعات دوي لپاره دي٬ د پرمختګ په عمل كښې عام وګړي نه دي شامل كړې شوي لكه څنګه چې فيرنګيانو دلته په قبضه كولو خپل ځان لپاره جلا سيمې جوړې كړې وې دغسې مراعات لرونكې طبقې لپاره انګلش مېډيم سكولونه او نجي روغتونونه جوړ شوي او تعليم او د صحت سركاري نظام تباه پاتې شوے۔ده ووئېل عام وګړو ته انصاف نه تر لاسه كېږي ځكه چې ھغوي د ګرانو وكيلانو خدمات نشي ترلاسه كولے، قبضهګروپ وجود موندے٬ تر اوږدې مودې د زمكو كېسونه چلېږي٬ پرېكړه نه كېږي ٬ د كر كېلې په بابله كښې هم داشې شوي۔ وزيراعظم ووئيل تر څو چې د كوچنيو كروندګرو مرسته نه وي شوي ھغوي ښه تخم نشي اغستے٬ پخپله زمكه پېسه نشي لګولې٬ خپل فصل ذخيره كولې نشياو ځكه كروندګرو څخه په ارزانه بيعه غله اخستلې كېږي او په ګرانه بيغه خرڅولې شي۔ده ووئېل د هېواد نظام په هر ځاے كوچنۍ طبقه نظر انداز كړې او د حكومت كار د بې وسه طبقې خيال كول وي، زه د مدينې د رياست خبره كوم٬ د مدينې رياست په انصاف٬ انسانيت او د خوددارۍ په اصولو جوړ ٶ٬ چا چې لاندينۍ طبقه راپورته كړې ۔ده ووئېل چين هم په دې اصولو عمل كړے او په 35 كالو كښې ئې 70 كروره خلق د غربت نه رابهر كړي ٬ دوي په كليوالو سيمو كښې د خپلو كوچنيو كروندګرو مرسته كړې ٬ مونږ له هم 74 كاله وړاندې دا ډول اقدامات كول پكار وٶ خو مونږ ونه كړل۔ده ووئېل كه مونږ اوس هم اقدامات ونه كړل نو فوډ سكيورټي به نېشنل سيكورټي مسئله جوړه شي، په هر يو هېواد كښې چې كه د 15 نه تر 30 فيصده خلق اوږې وي نو ھغه قام پرمختګ نشي كولے۔ وزيراعظمعمران خان ووئيل دا مهال صورتحال دا دے چې مونږ د خوراك څښاك څيزونه د بهر نه راغواړو٬ مونږ له به د دې صورتحال مخ نيوے كول وي ګني نو دا به د نېشنل سكيورټي مسئله جوړه شي۔ ده ووئيل لوي څښتن كوم بل مخلوق ته داسې صلاحيتونهنه دي وربخښلي كوم ئې چې انسانانو ته وركړي، الله تعاليٰ مونږ له هر ډول وسائل راكړي خو مونږ پخپل طاقت باور نه كوو۔ده ووئېل په بلوچستان كښې مونږ قسم قسم څيزونه كرلے شوو خو چا دې پلو بيخې سوچ نه دے كړے، اسرائيل كوم چې مونږ په فلسطينيانو د ظلمونو او د فلسطين مسئلې په سبب نه تسليموٶ ھغوي زرعي تحقيق او ټېكنالوجۍ ته پام كړے او په شګو (رېګستان) كښې ئې فصلونه كرلي۔ده ووئېل مونږ له به د خپلو كروندګرو مرسته كول وي، زرعي تحقيق نه كروندګر خبرول دي چې د دوي سيمې لپاره كوم فصل بهتر دے، كروندګرو ته ښه تخم وركول دي٬ جديد تكنيك كارول دي او كسان تربيه كول دي۔ده ووئېل مونږ په سي پېك كښې كر كېله هم شامله كړې ٬ د چين زرعي ټېكنالوجۍ او تجروبو څخه به استفاده كوٶ او د چين په ډول په كليو كښې مېشته د خپلو كوچنيو كروندګرو مرسته به كول وي څوك چې وسائل نه لري او بېنكونه ورله پور نه وركوي، دوي له به پور وركوٶ٬ پنېجاب د كسان كارډ په لړ كښې زبردست كار كړے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ سره چولستان، ډي آئي خان او دپخوانې قبائلي ضلعو پشمول ډېره زرعي زمكه شته ، هلته به نوے زرعي تكنيك كارولې شي او د خونه (زېتون) اونې بوټيبه نالولې شي چې په سبب به ئې مونږ په څو كالو كښې د درآمد كونكې په ځاے برآمد كونكے هېواد جوړ شوو۔ وزيراعظم ووئيل زه په خپل قام باور لرم٬ كروندګرو لپاره جديد تحقيق او زوننګ كولو سره به مونږ د خپلو وسائلو بهتر استعمال كولې شو۔ وزيراعظم ووئيل زه به كروندګرو سره ملاقات كوم او د دوي مسئلې به معلومووم، زمونږ 30 فيصده مېوې او سبزيانې د ذخيره كولو او د ټرانسپورټ د مناسب سهولت د نشتوالي په سبب ضائع كېږي٬ كروندګر به سوكاله كوٶ نو ھغوي به په خپلو زمكو پېسې خرڅ كوي ۔ده ووئېل مونږ د ګني ګروندګرو له په وخت كرشنګ او بېعه وركول باري كړي، په وړومبي ځل كروندګرو سره دومره پېسه راغلې ٬ 1100 اربه روپۍ كروندګرو ته ترلاسه شوي٬ ھغوي دغه پېسه په فصلونو ولګوله او په نتيجه كښې ئې رېكارد پېداوار تر لاسه شوے۔ وزيراعظم ووئيل لوي څښتن مونږ له دومره صلاحيتونه او وسائل راكړي چې مونږ چا ته د لاس نيولو حاجت نه لرو ٬ يوازې په سېلګرۍ مونږ ډېره پېسه ګټلې شو٬ خو د ماضي واكمنو په زراعت، صنعت، سېلګرۍ اوعامو وګړو ته تعليمي سهولتونه وركولو ته پام نه دے كړے۔ وزيراعظم ووئيل لوي څښتن پاكستان خاص مقصد لپاره جوړ كړے ، قائداعظم وئيلي وٶ پاكستان به نړۍ لپاره يو مثال جوړېږي٬ زه هيله لرم چې پاكستان به راتلونكي وخت كښې يو خاص مقام لرونكے هېواد وي۔
كه كركيلي ته پام ونه كړے شو نو فوډ سيكورټي به نېشنل سكيورټي مسئله جوړه شي٬ پاکستانبه په زرعي څانګه كښې د درامد كونكي په ځاے برآمد كونكےهېواد جوړوٶ۔ د وزيراعظم عمران خان په کنونشن سنټر كښې نېشنل کسان کنونشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل