اسلام آباد 13 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د سي پيك دويم پړاؤ زيات مهم دے او په دې پ??ش رفت روان دے،د چين كمپنيو چې پ?? څه ډول دلته كار كړې هغه د ستائنې وړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاكستان كښې د چائنه چيمبر آف كامرس رپورټس جاري كولو په موقع خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل په نړيواله كچه تندۍ سره بدل شوي جيو اكنامك ، جيو اسټريټجك صورتحال معاشي پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو اهميت زيات كړې،اجتماعي صلاحيتونه كارولو سره كوټلي پرمختګ او سوكالۍ لپاره دې ټول راوړاندې شي۔ده ووئيل سيمه ايزي رابطو او ??رس???? ته وده وركول د وخت مهم حاجت دے،پاكستان د ملګرو هېوادونو سره اقتصادي اړيكو ته ودي وركولو او سيمه ايزي ??رس??ي قوي كولو خوښي لري۔ده ووئيل سټريټجك محل وقوع، بشپړه قدرتي وسائل او افرادي قوت پاكستان يو ښه هېواد جوړي،د توان ، انفراسټركچر، زراعت او ټيكنالوجي په شان څانګو كښې تجارت، سرمايه كاري او جوائنټ وينچرز بلها امكانات لرو۔ده ووئيل حكومت كاروباري هلو ځلو ودي لپاره ښه ماحول وركولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔
د سي پيك دويم پړاؤ زيات مهم دے،كوټلي پرمختګ لپاره په ګډه هڅو ته اړتيا ده ۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني
American Blackjack Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز