اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی)د خزانې وزارت وئېلي دي مهمو معاشي اشارو كښې د ښه والي راتللو لړۍ روانه ده٬ اګست كښې د افراط زر شرح 9.5 فيصد او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے٬ د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې په مالي كال 2024 كښې د جي ډي پي په تناسب څخه مالي خساره د مالي كال 2023 په مقابل كښې د 7.8 فيصد نه 6.8 كچې ته راوستلې شوې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي مياشتنيز اقتصادي اپ ډيټ له مخې بهرني طلب كښې اضافه٬مستحكم ايكسچېنج ريټ٬افراط زر كښې كمي او زري پالېسۍ كښې د نرمۍ له امله به روان مالي كال كښې د لويو صنعتونو په پی??او??ر كښې اضافه اوشي۔ د خريف 2024 فصلونو او پې??او??ر انحصار په موسمياتي عوامل دے٬په دې وروستيو كښې او د روانو بارانونو له امله وريژې٬چيني٬سبزيانې او په نورو فصلونو مثبت او منفي دواړه اثرات مرتب كېدې شي۔د خزانې وزارت له مخې معاشي اشارو كښې ښه والې په اګست مياشت كې د افراط زر شرح 9.5 نه تر 10.5 فيصد ترمينځه او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے۔ترسيلات زر٬برآمدات او درآمدات كښې د اضافې رجحان هم په ځاے ساتلو امكان دے۔اګست كښې برآمدات د 2.5 ارب ډالر نه تر 3.2 ارب ډالر٬درآمدات 4.5 ارب ډالر نه تر 5 ارب ډالر او ترسيلات زر 2.6 ارب ډالر نه تر 3.3 ارب ډالر ترمينځه د پاتې كېدو هيله ده۔د خزانې وزارت له مخې برآمدات او ترسيلات زر كښې د اضافې له امله په بهرنو كهاتو په صورتحال كښې ښه والې راغلے۔جولائي 2024 كښې د حسابات جاريه كهاتو خساره تر 0.2 ارب ډالر محدود شوې٬تېر ??ال جولائي كښې د حسابات جاريه كهاتو خساره 700 ملين ډالر وه۔جولائي كښې د هېواد برآمدات حجم 2.4 ارب ډالر رېكارډ كړے شوے كوم چې تېر ??ال د جولائي په مقابل كښې 12.9 فيصد زيات دے٬په درآمدات 4.8 ارب ډالر زرمبادله خرڅ شوې كومه چې د تېر ??ال جولائي د 4.1 ارب ډالر په مقابل كښې 163 فيصد زياته ده ٬د وريژو٬ميوو٬ريډ ميډ ګارمنټس او پلاسټك څيزونو كښې ځانګړې اضافه په نظر راغلې۔مهمو درآمدي څيزونو كښې خام تيل٬اېل اېن جي او پام آئل سرفهرست دي۔د خزانې وزارت له مخې جولائي كښې د سمندر پورې پاكستانيانو ترسيلات زر حجم 3 ارب ډالر رېكارډ كړے شوے كوم چې د تېر ??ال جولائي په مقابل كښې 47.6 فيصد زيات دے۔سعودي عرب٬امريكا٬برتانيه٬يو اے اي ترسيلات زر په اړه سرفهرست هېوادونه پاتې شوي۔په 23 اګست د زر مبادله پنګو حجم 14.8 ارب ډالر رېكارډ كړے شوے چې پكښې سټېټ بانك سره د زرمبادله پنګو حجم 9.4 ارب ډالر ؤ۔جولائي كښې نيغ په نيغه د بهرنۍ س??ما??ه كارۍ حجم 136 ملين ډالر رېكارډ كړے شو كوم چې د تېر ??ال جولائي په مقابل كښې 63.7 فيصد دے۔د غېر ??لكي نجي پورټ فوليو س??ما??ه كارۍ حجم 23.6 ملين ډالر او د سركاري پورټ فوليو س??ما??ه كارۍ حجم 145 ملين ډالر پاتې شوے۔د خزانې وزارت له مخې د حكومتي اقدامات په نتيجه كښې مالي كال 2024 كښې جي ډي پي تناسب څخه مالي خساره د مالي كال 2023 7.8 فيصد نه په كمولو 6.8 فيصد كچې ته راوستلې شوې۔پرائمري بيلنس د جي ډي پي تناسب څخه 0.9 فيصد فاضل پاتې شوے۔ دمالي كال 2023 كښې جي ډي پي تناسب څخه پرائمري بيلنس يو فيصد خساره كښې ؤ ۔محصولات كښې د اضافې لپاره پورته كړو اقداماتو په نتيجه كښې د تېر ??الي كال په مهال محصولات كښې 38 فيصد شرح څخه نمو رامخې ته شوې۔نان ټيكس محصولات كښې د اضافې شرح 75.4 فيصد رېكارډ كړی شوې۔ د تېر ??الي كال په مهال د مجموعي محصولات حجم 3183.3 ارب روپۍ رېكارډ كړے شوے ؤ ۔د جاري مالي كال په مهال اېف بي آر محصولات كښې د اضافې لړۍ روانه ده۔د خزانې وزارت له مخې د حكومت لخوا په ګرانۍ كښې د كمي لپاره د پورته شوو اقداماتو ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔جولائي كښې صارفينو لپاره د بيعو عمومي اشاريه 11.1 فيصد رېكارډ كړې شوې كومه چې په جون كښې 12.6 فيصد او د تېر ??الي كال جولائي كښې 28.3 فيصد وه ۔اقتصادي اپ ډيټ له مخې زر??ي څانګې ته قرض وركولو كښې د تېر ??الي كال په مهال په كلنه بنيادونو 24.8 فيصد نمو پاتي شوې٬ مالي كال 2024 كښې زر??ي څانګې ته وركړې شوې قرضه 2216 ارب روپۍ رېكارډ كړې شوې كومه چې په جولائي كال 2023 كښې 1776 ارب روپۍ وه ٬ ٬پاكستان سټاك ماركيټ د تېر ??الي كال او جاري مالي كال په مهال د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې٬ 28 جولائي باندې د كے اېس اي 100 انډيكس 77993 پوائنټس و ؤ دغسې تېر ??الي كال په مهال د ماركيټ كيپټلائزېشن كښې اضافه شوې٬ په 28 اګست د ماركيټ كيپټلائزېشن حجم 37.37 ارب ډالر رېكارډ كړے شوے ٬دغسې د نوو كمپنو رجسټرېشن كښې هم اضافه شوې٬مالي كال 2024 كښې 2755 نوو كمپنو رجسټرېشن كړے كومې چې د مالي كال 2023 نه 20.6 فيصد زياتې دي۔
مهمو معاشي اشارو كښې د ښه والي راتللو لړۍ روانه ده ٬ اګست كښې د افراط زر شرح 9.5 فيصد او ستمبر كښې د 9 نه تر 10 فيصد ترمينځه د پاتې كېدو امكان دے۔د خزانې وزارت
जैकपॉट स्लॉट मशीन आधिकारिक मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش