اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي ټول اولس پوهه دے او خپل مجرم پېژني٬ د معاشي تباهۍ ذمه وار يوازې عم??ان خان دے،د نواز شريف او شهباز شريف په دور كښې تل ګراني او كرپشن كم شوے٬ نواز شريف، شهباز شريف او ??اک??تان مسلم ليګ (ن) عم?? له اولس ته ريليف وركړے، د عم??ان خان د معاشي جرمونو سزا د ??اک??تان اولس ته نه وركول غ??اړٶ۔د ګل په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزيرې ووئيل د پټرول بيعه زياتول آسانه ده خو مونږ اولس ته نور تكليف نه رسوبل غ??اړٶ، چې اولس زيات غربت سره مخ نشي او پرې نور فشار رانشي ٬ دې لپاره د پټرولو بيعه نه زياتولوٶ۔ دې ووئيل عم??ان خان له به د خپلو معاشي جرائمو پېټے پورته كول او ځواب وركول وي۔ ده ووئيل لا ګراني كول د مسلم ليګ (ن) روايت او د منشور په ضد عمل دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل نواز شريف د ترهګرۍ خاتمه كړې٬ لوډشېډنګ ئې ختم كړے٬ ګراني ئي كمه كړې۔ دې ووئيل ګران اوړه٬ ګران ګاز٬ ګرانه برېښنا او د ګرانو داروګانو حساب به عم??ان خان له وركول وي۔ وفاقي وزيرې د مسلم ليګ (ن) او د پي ټي آئي په حکومتونو كښې معاشي، اقتصادي او د څيزونو د بيعو موازنه وړاندې كولو سره ووئيل د نواز شريف په دور كښې ډالر په 116 روپۍ ؤ كوم چې عم??ان خان 189 ته رسولے ۔ دې ووئيل د كال 1947 نه تر كال 2018 ټ??لو حكومتونو په ګډه په 71 كالو كښې 24 زره 953 اربه ډالره پور اخستے ٬ د دې برعكس عم??ان خان دا قرض يوازې په درې نيمو كالو كښې 42 زره 745 اربه ډالرو ته رسولے ۔ وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل نواز شريف د قامي پرمختګ شرح 6.1 فيصد ته رسولې٬عمران خان دا وړومبې منفي كړې او اوس د 4 فيصد امكان دے۔ دې ووئيل د نواز په دور كښې ګرانۍ 3.9 فيصد وه او عم??ان دا 13 فيصد ته رسولې٬ د نواز شريف په دوره كښې د اوړو شل كلو تروړه په 700 روپۍ وه كوم?? چې د عم??ان په دور كښې 1100 روپو ته رسولې شوې۔ دې ووئيل د نواز شريف په دور كښې چيني په 52 روپۍ كلو وٶ كوم چې د عم??ان په دور كښې په 120 روپۍ كلو خرڅېدل٬ د نواز شريف په دور كښې غوړي 151 روپۍ كلو وٶ او اوس د عم??ان خان په دور كښې 470 روپۍ كلو شول ٬ دې ووئېل د نواز شريف په دور كښې د برېښنا يونټ بيعه 11 روپۍ وه او د عم??ان خان په دور 24 روپو ته رسېدلې۔ د نواز شريف په دور كښې د ګاز بيعه 600 روپۍ اېم اېم بي ټي يو وه كوم?? چې د عم??ان خان په دور كښې 1400 روپو ته رسېدلې٬ دغسې د نواز شريف په دور كښې د سرې بورۍ په 1380 روپۍ وه كوم?? چې 3 زره روپو ته رسېدلې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې مالي خساره 2260 اربه روپۍ وه كوم چې د عم??ان خان په دور كښې 5600 اربه ته رسېدلې دغسې تجارتي خساره د مسلم ليګ (ن) په دور كښې 30.9 اربه ډالره ٶه كوم?? چې د عم??ان په دور كښې 43 اربه ډالره ته رسېدلې۔ دې ووئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د جي ډي پي شرح باوجود ټېکس 11.1 فيصد يعنې د ټېكس وصولي زياته ده٬ د عم??ان خان په دور كښې په دې تناسب 9.2 فيصده ته راغلے٬ دغسې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې د بې روزګارو شمېره 35 لكه ته راغلې وه كوم?? چې د عم??ان خان په دور كښې 60 لكه نه زياته شوې او مجموعي شمېره 95 لکه ته رسېدلې۔ دې ووئيل د نواز شريف په دور كښې د ??اک??تان كرپشن په نړيواله درجه بندۍ كښې په 117 نمبر ؤ او د عم??ان خان په دور كښې د کرپشن رېكارډ مات شوے او په نړيواله درجه بندۍ كښې د ??اک??تان 23 پوائنټس زيات شوي ۔ دې ووئيل عم??ان خان دې اووائي چې! ??اک??تان كښې كرپشن ولې زيات شوے او د 117 نه پاكستان 140 نمبر ته ولې تللے؟ مريم اورنګزېب ووئيل پي ټي آئي اليکشن نه په هېواد كښې اړے ګړے غواړي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل ??اک??تان جمهوري هېواد دے، په دې كښې قامي سياسي اولسي ګوندونه وجود لري، د دوي په مشاورت به د انتخابات پرېكړه كېږي٬ د عم??ان خان او د ھغه جنتري ??اک??تان كښې يو كس٬ يو ګوند او د يو سوچ حكمراني غٶاړي، داسې به نه كېږي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د يو ګوند د حكمرانۍ مطلب فسطائيت او آمريت وي، دا د ھغوي د منفي او غېر جمهوري سوچ څرګندونه ده۔
ټول اولس پوهه دے او خپل مجرم پېژني٬ د معاشي تباهۍ ذمه وار يوازې عمران خان دے٬ د اطلاعات وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) او د پي ټي آئي په دورونو كښې د معاشي٬ اقتصادي او د څيزونو د بيعو موازنه جاري كړه
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ