دوبئی۔3 دسمبر(اے پی پی) نګران ??زي??اعظم انوار الحق كاكړ ??ئي??ي دي چې پاكستان پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره د موسمياتي مالياتو حوالې سره يو مضبوط غږ او بشپړ ملاتړ كوؤنكے هېواد پاتے شوے دے او د پرمختګ كړې نړۍ لخوا د ملګرو ملتونو په كوپ 28 مه غونډه كښې د پاكستان دا كردار تسليم كړے شوے دے۔ وزیراعظم و??ئي?? د پاكستان لخوا په كوپ 27 كښې د لاس اېنډ ډېمېج فنډ وكالت شوے وو۔ د کوپ28 په موقعه اسكائي نيوز عربيه سره مركه كښې ??زي??اعظم انوار الحق كاكړ و??ئي?? د لاس اېنډ ډېمېج فنډ آپرېشنلائزېشن ددې خبرې ثبوت دے چې پرمختګ كړې نړۍ په اخلاقي توګه دا دليل قبول كړے دے چې نړۍ بايد د هغه هېوادونو ملاتړ وكړي كوم چې د موسمياتي زيان ذمه وار نه دي ۔ده و??ئي?? د متحده عرب امارات لخوا د 30 بلین امریکائي ډالرو اعلان د لارې لاس اېنډ ډېمېج فنډ فعال كول په سم لوري يو په زړه پورې پېل دے۔ د اسرائيلي ظل??ونو په اړه خپلو خبرو كښې ده و??ئي?? پاکستان سعودی عربستان او نورو هېوادونو سره په ګډه د او آئی سی په پلېټ فارم ولاړ پاتے شوے دے او د فلسطيني اولس په ضد يۍ د زيات ظل?? ٬ زياتي او جارحيت بندولو او د بشري خواخوږۍ راهدارۍ جوړولو غوښتنه كړې ده۔ ده و??ئي?? تلپاتې امن د كال 1967 څخه وړاندې پولو سره د فلسطين مسئلې دوه رياستي حل چې پلازمينه يۍ القدس الشريف وي سره تړلے دے ۔ نګران ??زي??اعظم و??ئي?? پاكستان د هغه كډوالو حوالې سره خپلو ذمه واريو څخه ښه خبر دے د كومو چې يۍ د تېرو 50 كلونو په مهال ك??رب??وب كړے دے۔ بياهم دا زمونږ قومي فرض دے چې لس لكه څخه د زياتو غېر قانوني بهرنيو نقل وحركت منظم كړؤ۔ ده و??ئي?? د كشمير مسئله 7 لسيزو څخه حل طلب ده۔ ده و??ئي?? كشمير د پاكستان شه رګ دے او دا مسئله به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كول وي۔
په كوپ 28 كښې پرمختګ كوؤنكو هيوادونو لپاره د موسمياتي مالياتو په اړه د پاكستان دريځ تسليم كړے شو٬ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ مركه
JiLi Electronic Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ