اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ په جن??ي اخلاقياتو د نړۍ لخوا په دوه مخيز معيار خپلولو او غزه كښې د كوچنيانو د ووڼې عجيب او غريب او غېر حقيقي جواز مسترد كولو سره وئيلي دي د اسرائيل ځواكونه په روغتونونو كښې رنځوران او بې وسه خلق په نخښه كوي٬ د دې بربريت مثال په تېرو وختونو كښې نه ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اسلام آباد پاليسي ريسرچ انسټيټيوټ تر سېوري لاندي كلن مارګله ډائيلاګ ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ چې موضو?? ئې وه “رامخې ته كېدونكې نړيوال ماحول: زمونږ سباون لپاره د سمت تعين”; ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د اسرائيل ځواكونه په روغتونونو كښې رنځوران او بې وسه خلق په نخښه كوي۔ د اسرائيلي ماشومانو د مرګ حواله ??ركولو سره د اسرائيلي اقدامات دفاع كوٶنكو ځينې سفيرانو سره د خپلو خبرو اترو حواله ??ركولو كښې ده په دې دليل د حېرانتيا څرګندونه وكړه چې د اسرائيل غصه سړولو لپاره او د هغوي مخنيوي لپاره به د فلسطين لا څومره كوچنيان وژل وي؟ ده ووئيل تر اوسه 4 زره 770 نه زيات كوچنيان وژلې شوي او خپل تسكين لپاره به د فلسطين نور څومره كوچنيان وژل وي۔ ده ووئيل د حضرت موسيٰ عليه السلام د پېروكارۍ دعوېدارو له د فرعون په پل تګ او د بې ګناه كوچنيانو قتل عام د نه قبلېدو وړ دے۔ ده واضحه كړه چې د هر كوچني قتل د غندنې وړ دے۔ وزيراعظم څوك چې د آئي پي آر آئي بورډ غړې هم پاتې شوے٬ د هند پشمول د منطقې نورو هېوادونو سره د رابطو په امكانات رڼا اچولو سره ووئيل پاكستان هند سره تجارتي روابط جوړولو نه كله ??م نه په شا كېږي خو د شريكې ګټې لپاره كوونكے تجارت خېرات ګرځول پكار نه دے۔ ده ووئيل د دا ډول روابطو نه وړاندې د كشمير په كشاله خبره كول ضروري ده ځكه چې د دې مسئلې حل نه غېر موجوده هندي واكمنو سره د معمول له ??خې اړيكې ساتل يو چېلنج دے۔ ده ووئيل د كشمير كشاله د كشميريانو د هيلو له ??خې حل كول د پام لرنې متقاضي ده ځكه چې لوظونو او د ملګرو ملتونو د ضمانتونو باوجود كشميريانو ته د خپلواكۍ حق ورنه كړے شو، ده ووئېل دا مسئله ځنډول حل نه دے ٬ د هند سماج متاثره كونكې د هندوتوا نظريې حواله ??ركولو سره نګران وزيراعظم ووئيل داسې پاليسۍ د تباهۍ نسخه ده۔ ده ووئيل هند كښې د جاري ظلم برعكس پاكستان كښې اقليتونه قوي او د نورو قوګړو غوندې يو برابر پاكستانيان دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان ته د نان سټيټ ايکټرز چيلنج رامخې ته دے خو هېواد د چا د مرستې نه غېر د دې د مخنيوي صلاحيت لري۔ ده ووئيل چين د نړۍ دوېم لوي معيشت په توګه رامخې ته كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حكومت د تجديد وړ توان او په نورو څانګو كښې منصوبې جوړوي كومې لپاره چې نړيوالي همكارۍ او مرسته ته هم اړتيا ده ځكه چې پاکستان د هېواد ، په سيمه ايزه او نړيواله ??چه د خبرو اترو فعاله ??ولو هڅه كوي۔ په دې ستوره كښې د آئي پي آر آئي تازه اشاعت ”; هند كښې په اقليتونو ظلم او ستم”; اجراء هم وشوه چې پكښې په هند كښې په اقليتونو كېدونكي ظلمونه رامخې ته كړے شوي څوك چې هلته ستونزمن وخت سره مخ دي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د دغه كتاب يو كاپي هم وركړې شوه۔
اسرائيل په روغتونونو كښې رنځوران او بې وسه خلق په نخښه كوي٬ د دې بربريت مثال په تېرو وختونو كښې نه ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ
Supermarket gift package entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج