اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اېم كيو اېم د قومي اسمبلۍ غړي اقبال محمد علي په مړينه د هغه زوي سره غمرازي وكړه. د زيارت په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د ارواښاد زوي عماد محمد علي سره په ټيليفوني خبرو كښې وزيراعظم د اقبال محمد علي خدماتو ته پېرزوينه وړاندې كړه. وزيراعظم ووئيل چې اقبال محمد علي يو شريف النفس، ليك لوستې او اولس دوست سړے و، هېواد ، قوم او جمهوريت لپاره به د هغه خدمات تر ډېره موده ياد ساتلې شي. وزيراعظم ووئيل چې د غم په دې وخت كښې مونږ ستاسو په غم كښې برابر شريك يو. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي.
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون