اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په لوي اختر كښې د خپلو خپلوانو نه لرې وظيفه ترسره كوٶنكو ته د ايثار په دې جذبه زما پشمول ټول قام پېرزوئنې وړاندې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف خپل ټويټ كښې ووئيل په لوي اختر كښې د خپلو خپلوانو نه لرې وظيفه ترسره كوٶنكې د قانون نافذ كوٶنكو ادارو٬ ډاكټرانو٬ طبي عملے٬ په پوله وظيفه ترسره كوٶنكو محافظانو٬ سوله انتظاميه او د قربانۍ په مهال په صفائۍ مامور د بلدياتي ادارو عملے ته د ايثار په دې جذبه زما پشمول ټول قام پېرزوئنې وړاندې كوي
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ