اسلام آباد30دسمبر(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر او ډپټآ سپيكر قاسم خان سوري په جناح سړك كوئټه كښې د شوي بمي چاودنې غندنه كولو سره په دې كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔د زيارت په ورځ په خپلو جلا جلا بيانونو كښې دوي ژوبل شوو كسانو ته په وخت د طبي آسانيو وركولو هدايت كړے او وئېلې يې دي چاودنې څخه دښمن د هېواد امن ته د زيان رسولو هڅه كړې ۔ډپټي سپيكر ووئيل قانون نافذ كونكې ادارې دې په پېښه كښې ككړو عناصرو ته سخته سزا وركړي٬د بلوچستان صوبې اولس د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې ۔دوي د چاودنې په نتيجه كښې د شهيدو شوو كسانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو له د زغم او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون