اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئېلي دي هند په هېواد كښې د اوسېدونكو اقليتونو په ضد د جارحانه اقداماتو په سبب خپل ځان د تباهۍ پلو بيائې٬هند كښې د تېرو څو لسيزو څخه په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ او جنګي جرائم روان دي ٬ نړۍ ته معلومه ده خو د سياسي او معاشي ګټې په خاطر ئې سترګې پټې كړي۔د شورو په روځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئېل لوېديزه مېډيا د اقليتونو په ضد د بشري حقونو خلاف ورزو او په هند كښې د فاشسټ مودي حكومت لخوا په هغوي كېدونكي ظلمونه رامخې ته كوي۔ډاكټر معيد يوسف ووئيل لوېديزه نړۍ د هند څخه معاشي ګټې ترلاسه كوي كومې چې هغه په هند كښې اورسېدونكو مسلمانانو٬عيسايانو٬سكهانو او په نورو اقليتونو په رياستي سرپرستۍ كښې كېدونكي تشدد په ضد غږ پورته كولو نه منع كوي۔ده ووئيل پاكستان په مقبوضه وادي كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو كېدونكي ظلمونه نړۍ ته بې نقابه كوي٬مونږ نړۍ ته وئېلي دي چې هغوي په مقبوضه وادي كښې د هند لخوا د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزو مخ نيوي لپاره په هند فشار واچوي۔
لوېديزه مېډيا په هند كښې د اقليتونو په ضد ظلم او ستم رامخې ته كوي۔د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف
مضمون کا ماخذ : رومن دولت