اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب د پاك اېران په پوله په عبدوئي سېكټر د ترهګرو د بريد غندنه كړې. په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې پاك پوځ د پولو امنيت موثر كولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوي. وزيرمملكت ووئيل چې په دې پېښه كښې د پاك پوځ شهيد شوي لانس نائيك د لوړو درجو دعا كوو. فرخ حبيب ووئيل چې پاكستان د هر ډول ترهګرۍ خاتمې لپاره پوخ عزم لري، زمونږ پوځ او امنيتي ځواكونه د ترهګرو ناوړه عزائم خاورو سره خاورې كوي.
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن