بيجنګ 30 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي امناك او مستحكم افغانستان د چين او پاكستان په ګټه دے، د ټي ټي پي په هلو ځلو اندېښنه لرو، افغانان مونږ د خپلو اندېښنو نه خبر كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده په چين كښې د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو دريمې غوندې په موقع د چين او روس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل په غونډه كښې په افغانستان كښې په رامخې ته شوې صورتحال تفصيلي غور شوے،دا يوه مهمه دوره ده۔ده ووئيل چين د پاكستان مهم ملګرے دے ، افغانستان د چين او پاكستان ګاونډي هېواد دے، امناك او مستحكم افغانستان د دواړه هېوادونو په ګټه دے ، دهة ووئېل دواړه هېوادونه غواړې چې د افغانستان خاورې څخه په پاكستان كښې د ترهه ګرو ډلو كارروائې زياتې نه شي۔ده ووئيل د ټي ټي پي په هلو ځلو تشويش لرو،مونږ افغانان د خپلو ادېښنو نه خبر كړي ۔ده ووئيل افغانستان د ګاونډي هېواد په حيث سره په معاشي توګه مستحكم ليدل غواړو ، روس، چين، ايران پشمول د مينځني اسياﺀ هېوادونو خارجه وزيرانو سره د افغانستان په مسئلو، چيلنجونو او موقعو خبرې شوي۔ده ووئيل د چين او پاكستان ترمينځه رابطو سره به ټولې سيمې ته ګټه ورسي
امناك او مستحكم افغانستان د چين او پاكستان په ګټه دے ،د ټي ټي پي په هلو ځلو تشويش لرو، افغانان مونږ د خپلو اندېښنو نه خبر كړي، د خارجه وزير شاه محمود قريشي د چين او روسيې ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل