اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشي وئيلي دي سوله ایز او مستحكم افغانستان نه یوازې پاکستان بلکې ټولې منطقې لپاره مهم دے٬ هيله ده چې ټولې ډلې به افغانستان كښې د تل پاتې امن او سلامتيا په خاطر متحده سياسي تصفيه باوري كړي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د هغه د سعودي خپل همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود ترمينځه د ګل په ورځ ټېلېفوني رابطه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې د روانې وضعې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير د پاكستان مشرتابه لخوا د سعودي عربستان باچا ٬ ، خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان لپاره د نېكو هيلو څرګندونه او د او آئي سي لخوا د افغانستان په روانه وضعه د مستقلو استازو بيړنۍ غونډې په رابللو د خپل سعودي همڅنګ مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل سوله ایز او مستحكم افغانستان نه یوازې پاکستان بلکې ټولې منطقې لپاره مهم دے٬ هيله لرؤ چې افغان لارښود به افغانستان كښې د تلپاتي امن په خاطر متحده سياسي تصفيې پلو مخ په وړاندې لاړ شي۔ شاہ محمود قرېشی په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي د افغانستان بيا رغونې او د افغان اولس معاشي مرستې له عملي ګامونه پورته كړي۔ خارجه وزير خپل سعودي همڅنګ كابل څخه وتلو كښې د بېلو هېوادونو سفارتي عملې ٬ د نړيوالو ادارو كار كوؤنكو او د ميډيا استازو مرسته كولو له د پاكستان د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو په موجوده وضعيت د اطمينان څرګندونه وكړه او د دې لا مستحكم كولو ته صلاح سره ئې د شريكې خوښې په چارو د مشاورت لړۍ روانه ساتلو پرېكړه وكړه
سوله ایز او مستحكم افغانستان نه یوازې پاکستان بلکې ټولې منطقې له مهم دے۔ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا