اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) صدر پاکستان ډاکټرعارف علوي پاکستان كښې د سرمايه کارۍ موقعې رامخې ته كولو سره ووئيل بهرني سرمايه كار دې د هېواد كاروبار دوسته چاپېريل څخه ګټه پورته كړي٬ د آزاد كاروبار او سرمايه كارۍ نظام د لارې به بهرنيو كاروباري شخصياتو ته دلته په هېواد كښې د سرمايه كارۍ ترغيب وركړې شي۔ صدر مملكت دا خبرې د جمعې په ورځ د برتانيې كاروباري پلاوي سره په ملاقات كښې وكړې۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان سرمايه کارۍ لپاره يو زړه راښكونكې ځائ دے او دلته د سرمايه كارۍ بلها موقعې موجود دي، غېر ملكي سرمايه كار دې د كاروبار دوسته ماحول نه ګټه پورته كړي۔ صدر مملکت ووئيل د پاکستان او برتانيې ترمېنځه ښې معاشي او تجارتي اړيكې دي، د برتانيه کاروباري شخصيات دې د معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل حکومت د خاص اقتصادي او ټيکنالوجي زونز اتھارټي جوړه كړې ده او د غېر ملكي سرمايه كارو ډاډګيرنې لپاره مراعات وركوي۔ صدر مملکت وئيلي چې حکومت سرمايه کارو ته د زړه راښكوٶنكي مراعاتو د لارې په خاص زونز كښې د سرمايه كارۍ كولو ترغيب وركوي۔
بهرني سرمايه كار دې د هېواد كاروبار دوسته چاپیريال څخه ګټه پورته كړي، د صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي د برتانيې كاروباري پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ریل رش