اسلام آباد۔24مئی(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشر كشميري لارښود محمد ياسين د هندي عدالت لخوا د بې بنسټه تورونو په بنياد د لګولې شوي فرد جرم سخته غندنه كولو سره په سمدستي توګه د ده د خوشې كولو غوښتنه كړې ده٬ هند ته په مقبوضه كشمير كښې د نړيوال قانون خلاف ورزيو كولو اجازې وركولو به سنګينې نتيجې رامخې ته شي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل په محمد یاسین ملک لګېدلې بې بنسټه تورونه ختمولو سره دې په سمدستي توګه دې خوشې كړې شي۔ ده ووئيل د څو لسيزو راهېسې د روان هندي ظلم او زياتي په ضد د ياسين ملك عزم د دې ډول د انصاف نه لرې پرېكړو د لارې كمزورې كېدې نه شي۔ خارجه وزير ووئيل هند بايد په مقبوضه كشمير كښې ټول سياسي بنديوان خوشې كړي او د بشري حقونو په ضد روانۍ خلاف ورزرۍ بندې كړي۔ ده ووئيل هند بايد په دې پوه شي چې هغه كشميرې اولس د خپلواكۍ حق كارولو څخه ټول عمري له منع كولې نه شي كوم چې دوئي ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې وركړې شوې دې۔ ده نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې دوئي دې په محمد ياسين ملك د روانو هندي سنګينو ظلمونو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولي دې په دې پوه شي چې كه هند ته په مقبوضه كشمير كښې د نړيوال قانون د خلاف ورزو كولو اجازه وركړې شي نو ددې به سنګينې نتيجې رامخې ته شي۔
د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د مشر كشميري لارښود ياسين ملك په سمدستي توګه د خوشې كولو غوښتنه
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II