اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)د پاكستان پخوانې سفير نجم الثاقب وئېلي دي چې تاريخ ګواه دے چې په افغانستان كوم هم بهرنې قوت قابض پاتې كېدې نه شي٬ د افغان مسئلې په سمدستي توګه حل ضرورې دې٬په دې لړ كښې به اسلامي هېوادونو له په ګډه خپل رول لوبول وي۔ د نهې په ورځ د پي ټي وي پروګرام د كابل آواز كښې په خپل خبرو كښې ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په هر فورم د افغان ستونزه پورته كوي٬په اسلام آباد كښې روان د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې يۍ هم د افغان مسئله رامخې ته كړه او هيله ده چې د او آئي سي كنفرنس په شريكه اعلاميه كښې به د افغان مسئلې په اړه پېشرفت وشي٬په كوم ډول چې د اسلامو فوبيا په معامله ټولو اسلامي هېوادونو د يو والي څرګندونه كړې٬كه چرې دغسې د افغان په ستونزه هم يو ډول غږ پورته كړی شو نو د دې به ضرور مثبتې نتيجې ترلاسه شي۔پخواني سفير ووئيل كه په موجوده حالاتو كښې افغانستان يوازې پرېښودلې شو نو يوازې په منطقه نه بلكې په ټوله نړۍ به د دې منفي اثرات مرتب شي۔نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې هغه د افغانستان ستونزې ته خاص پام وكړي او د دې منجمد اثاثو بحال كولو لپاره ذمه دارانه كردار ترسره كړي دغسې چې د افغانستان معيشت يو ځل بيا په خپلو پښو ودرېږي۔ده ووئيل چې د او آئي سي په كنفرنس كښې د كشمير په مسئله خبرې شوې دي٬ د او آئي سي د عموي سېكتر د كشمير په مسئله بيان د پاكستان د اصولي دريځ عكاسي كوي
د افغان مسئلې په سمدستي توګه حل ضرورې دې٬ اسلامي هېوادونو له په ګډه خپل رول لوبول وي٬ د پاكستان پخوانې سفير انجم الثاقب
مضمون کا ماخذ : کڑک