لاهور 02 جولائي (اے پي پي﴾ د رېلوے و??اق?? وزير خواجه سع?? رفيق وئيلي دي چې په خوږ وطن كښې به انتشار خپرېدو ته پرې نه ږدو او نه به په آئين او ادارو وار كولو ته څوك پرېږدو٬ عمران خان مونږ د عدالت د لارې ويستل غواړي٬ خو هغه به مونږ د كروړو په شمېر د اولس د زړه نه څنګه وباسي٬ ټولو ته به د آئي?? په حدودو كښې پاتې كېدل وي٬ پاپولر نه بلكې درست پرېكړې به كول وي٬ جمهوري حكومت څلور كاله پوره كړل٬ اوس بايد آئيني موده پوره كړي٬ عمران خان ته خواست دے چې هغه دې لږه موده انتظار وكړي او كه مونږ پرېوتو نو هغه به هم پرېوځي٬ كوم خل?? چې د خپلې خوښې پاكستان ډيزائن كول غواړي بايد هغوي ته معلومه شي چې داسې به كله هم ونه شي٬ دلته به جمهوري پرېكړې چلېږي٬ مخالفين كه په پرمختګ داد نه شي وركولې نو بايد په لار كښې سپيد برېكر هم جوړ نه كړي۔ په خپله حلقه كښې د كاركنانو لخوا جوړې شوې د اختر دستورې ته په وېنا كښې خواجه سع?? رفيق ووئيل چې مونږ ته څوك چلېنج كول دي٬ چاته كنځلې كول دي۔ ده ووئيل چې د انتخابي كمپائن نه وړاندې مونږ سره د تعصب٬ انتقام او د نفرت كار روان دے٬ كوم چې مونږ د ميثاق جمهوريت د لارې ختم كړے۔ ده ووئيل چې مثاق جمهوريت د قرارداد پاكستان نه پس د سياسي منظر نامې تر ټولو مهم دستاوېز دے۔ ده ووئيل چې نواز شر??ف او د ده ګوند چې اولس سره كوم لوظونه كړي وو٬ سره د خنډونو ئې عملي كولو لپاره اقدامات كوي۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ د سياسي ګوند په توګه د امريتونو په ضد غږ پورته كړے او د نن پاكستان مضبوط او مستحكم دے۔ ده ووئيل چې په خوږ وطن كښې به انتشار خپرېدو ته پرې نه ږدو او نه به په آئين او ادارو وار كولو ته څوك پرېږدو٬ عمران خان مونږ د عدالت د لارې ويستل غواړي٬ خو هغه به مونږ د كروړو په شمېر د اولس د زړه نه څنګه وباسي٬ ټولو ته به د آئي?? په حدودو كښې پاتې كېدل وي٬ پاپولر نه بلكې درست پرېكړې به كول وي٬ جمهوري حكومت څلور كاله پوره كړل٬ اوس بايد آئيني موده پوره كړي٬ عمران خان ته خواست دے چې هغه دې لږه موده انتظار وكړي۔
د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز