اسلام آباد30ستمبر (اے پي پي) د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د 5 نيم لكه مېټرك ټنه غنمو درآمد كوول لپاره د ټينډر جاري كولو سمرۍ منظور كړې۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ د خزانې وزير شوكت ترين په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر ، حماد اظهر ،اعظم خان سواتي ، سید فخر امام ، شیخ رشید احمد ، وزیر مملکت فرخ حبیب ، وفاقی سیکرټريز،د اېف بي آر چیئرمین پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔اي سي سي د كورنيو چارو وزارت د اړخه بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د پاور آف اټارني خود كار منصوبې جوړولو لپاره د 8 كروړه 33 لكه روپو ټيكنيكل ضمني ګرانټ سمرۍ منظوري هم وركړې۔اي سي سي دې سپارښتنې سره د دې منظوري وركړې چې خارجه وزارت او د كورنيو چارو وزارت تګلاره تعينولو لپاره به مشاورتي سېشن كولې شي۔په دې موقع د وزيراعظم رېليف پېكج 2020 دوامداره ساتلو سمري وړاندې كړی شوه د كومې چې اي سي سي د يوې مياشتې پراختيا سپارښتنه وكړه۔د پاور ډويژن د اړخه د كے اليكټرك درې مياشتنيز ټېرف اېډجسټمنټ په حقله په سمرۍ اي سي سي پريكړه وكړه چې په دې مسئله پاور ډويژن دې د نېپرا سره رابطه وكړي او د خپلې پريكړې جاج دې واخلي دغسې چې په دې حقله سمرۍ غور لپاره اي سي سي ته وړاندې كړې شي۔اي سي سي د انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت د اړخه مالي كال 21-2020 او 22-2021 لپاره د بجټ په لګښت د نظرثاني كولو منظوري هم وركړه۔دغسې اي سي سي د ټي اېن بي لبرټي پاور لمېټډ لپاره د ادائيګۍ مېكنزم په حقله د سمرۍ او د صنعت او پېداوار وزارت د اړخه د 22-2021 په مهال د يوريا سرې ذخيره كولو لپاره د يو لك مېټرك ټنه يوريا سرې درآمد كولو د ټينډر منظوري هم وركړه
د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د غنمو درآمد لپاره د ټينډر جاري كولو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا نتیجہ