اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)د پاكستان او نړيوال مالياتي فنډ(آئي اېم اېف)ترمينځه د 7 جائزې لپاره خبرې اترې د شورو په ورځ پېل شوي۔د خزانې وفاقي وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل په دې لړ كښې د آئي اېم اېف مشن مشر سره ورچوئل مېټنګ كړے ۔په دې ملاقات كښې د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا٬د خزانې سېكرټري٬د سټېټ بېنك ګورنر او د اېف بي آر چيئرمېن هم موجود وو۔د خزانې وزارت٬سټېټ بېنك٬د اېف بي آر سينئر انتظاميې افسرانو وړومبې ډله د اوومې جائزې خبرو اترو لپاره د وړاندې نه دوحه ته رسېدلې۔د خزانې وزير مفتاق اسماعيل او وزيرمملكت راتلونكې اونۍ په پیل كښې به دوحه ته ځي چرته به چې خبرو اترو ته حتمي شكل وركولې شي او هيله ده چې د آئي اېم اېف پروګرام به په كاميابۍ سره بشپړولو لپاره يو لوظ نامه وشي۔د آئي اېم اېېف مشن چيف سره په ميټنګ كښې د خزانې وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل د آئي اېم اېف پروګرام له مخې د اصلاحات او ډهانجه جاتي بېنچ مارك ترلاسه كولو لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د روانو اقتصادي مسئلو څخه خبر دے٬ ده ووئيل حكومت به په دې اړه سختې پريكړې كوي خو د مينځنۍ او كم آمدن طبقو د ګرانۍ اثرات كمولو لپاره به اقدامات كولې شي۔ده ووئيل په معاشي صورتحال منفي عوامل كښې ځينې داسې دي په كومو چې د حكومت اختيار نشته ۔د خزانې وزير ووئيل حكومت به په معيشت د فشار كمولو لپاره اقدامات كوي خو ټولنه به په اقتصادي توګه كمزورې طبقې محفوظولې شي۔د خزانې ووئيل مونږ له به ډهانچه جاتي مسائل حل كول وي ځكه چې دې سره به مالي خساره كمه شي او تل پاتې اقتصادي وده ترلاسه كول به ممكن شي۔د خزانې وزير په مرسته كولو د آئي اېم اېف مشن چيف مننه وكړه۔په غونډه كښې ډلو 7مه جائزه كاميابۍ سره په بشپړولو د خوښې څرګندونه وكړه
د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه 7 جائزې لپاره خبرې اترې پېل شوې٬د خزانې وزير ډاكټر مفتاح اسماعيل د آئي اېم اېف مشن مشر سره ورچوئل ميټنګ
مضمون کا ماخذ : بونانزا