اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب وئيلي دي چې زمونږ ژبه زمونږ شناخت دې، جديد نړۍ كښې ژبې د معدوميت پلو مخ په وړاندې رواني دي ، د ژبو تحفظ لپاره په نړيواله كچه اقدامات كولو ته اړتيا ده۔دا خبره دې د ګل په ورځ علامه اقبال اوپن پوهنتون د سيورې لاندې ”لينګوئج ډاكومنټېشن” په سرخط څلور ورځني انټرنېشنل ټريننګ وركشاپ پرانستې سېشن ته وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير اطلاعات علامه اقبال اوپن پوهنتون ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ژبي بيل كلتورونه او ټولنې راجمع كوي ، د ژبو ډاكومنټېشن په مهم سرخط تربيتي وركشاپ كول خوشبينه دې۔ دې ووئيل پاكستان كښې تقريباً 80 ژبي وئيلي كېږي چې پګښې 26 ژبې د معدوميت پلو رواني دي۔ وفاقي وزيري ووئيل زمونږ پار نيكونه د ژبو د اهميت څخه خبر ؤ خو موجوده دور كښې زمونږ بچي د دې ژبو او كلتور څخه خبر نه دي۔ دې ووئيل هېواد څخه بهر ژبي زمونږ د كلتور او شناخت ډاكومنټېشن كوي، بايد دې ته په پاكستان كښې وده وركړې شي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل د علامه اقبال اوپن پوهنتون دا وركشاپ يو داسې باب پيل كړې كوم چې د ژبو ، كلتور ، تاريخ او ټولنې اهميت رامخې ته كوي۔دې ووئيل ژبو سره نه يواځي ټولنې ، كلتور ثقافت، تاريخ رامخې ته كېږي بلكه دې سره يو داسې سماجي تعلق پيدا كېږي كوم چې د قامونو د شناخت سبب جوړېږي۔ دې ووئيل حكومت به د علامه اقبال اوپن پوهنتون لنګوئسټك مينجمنټ سسټم لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وزيراعظم شهباز شريف پخپله 6 ژبي وائي،هغه د ژبو د اهميت څخه په ښه ډول خبر دې۔دې ووئيل ژبي سماجي تعلق او رابطے كوټلي كوي،دا يو داسې طاقت دې كوم چې بيلو كلتورونو ته وده وركوي۔دې ووئيل د ژبو محفوظولو كښې د قامونو بقاﺀ ده، هم دا زمونږ قومي شناخت دې۔دې ووئيل د بده مرغه زمونږ په نصاب كښې د دې څيزونو كمې دې،مونږ له به خپل نوې نسل او بچي د ژبو د اهميت څخه خبرول وي۔دې ووئيل د پرمختګ لپاره د ژبو تحفظ ته اړتيا ده، زمونږ ژبي زمونږ شناخت دې، د يو قام په حيثيت مونږ له به دا خبره پيژندل وي۔زمونږ د ټولو دا فرض دې چې نوې نسل ته دا پيغام ورسوو۔دا خبره دې ياده وي چې څلور ورځنې وركشاپ د علامه اقبال اوپن پوهنتون سينټر فار لينګوئجز اينډ ټرانسليشن سټډيز اينډ او آر آئي سي د يونيورسټي آف نارتھ ټيكساس، امريكا او انګلشرز ايل ايل ايل انټرنيشنل تركي په مرسته كړې دې۔ دا وركشاپ به د 27 جون نه تر 30 جون روان وي۔ وركشاپ كښې د يونيورسټي آف نارتھ ټيكساس امريكې څخه ډائريكټر وركشاپ پروفيسر ډاكټر صدف منشي، ايرك انګلرټ، اورنګزيب او يونيورسټي آف كيليفورنيا څخه جوناتھن پيرامور ګډون كوي
زمونږ ژبه زمونږ شناخت دې، جديد نړۍ كښې ژبې د معدوميت په پلو روانېدي، د ژبو تحفظ لپاره په نړيواله كچه اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ مرېم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں