اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د وژن 2025 ترمخه به د اسلام آباد 22 او د صوبو 8 سكولونو له د سمارټ سكول درجه وركولې شي٬امتحاني نظام٬قامي نصاب كونسل كښې اصلاحات٬د استاذانو تربيه٬قامي ايوارډ سكيم او مدرسو كښې د تعليم وركولو منصوبې به تر 18۔2017 پاې ته ورسي۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د تعليم چارواكو ته امر كړی چې د تعليمي اصلاحاتو په اړه په ټولو منصوبو كار تند كړې كوم به چې تر كال 2018 بشپړولې شي۔۔ده ووئېل د نړۍ په اوسني تاريخ كښې هغه قامونه د پرمختګ اهدافو ته رسېدې شي څوك چې خپل تعليمې بنيادونو له نوې تګلاره وضعه كړی۔د پاكستان وژن 2025 ترمخه زلمے كل د تعليمي بدلون په لاره روښانه سباؤن ته رسول د وفاقي حكومت اولنے مشن دے۔۔ده ووئېل وژن 2025 كښې تعليمي پرمختګ ته اولنې حېثيت وركړی شوې۔د سمارټ سكولونو په منصوبه به 20 كروړه روپۍ خرڅ كولې شي۔ده ووئېل د امتحانې نظام په اصلاحاتو په منصوبه 3 كورړه 25 له روپۍ خرڅ كولې شي۔د قامي نصاب كونسل اصلاحاتو په منصوبه به 6 كروړه 50 لكه روپۍ مصرف كولو سره دغه لا غوره جوړولې شي۔د پلاننګ كمېسون تر مخه د استاذانو په تربيه او قامي ايوارډ سكيم به څلور كروړھ روپۍ او مدرسې په قامي چوكات كښې راوستو له به درې كروړه 40 لكه روپۍ خرڅ كولې شي۔۔وفاقي حكومت په هره ضلع كښې د يونيورسټۍ كېمپس جوړولو له 4 اربه 58 كروړو روپو پھ منصوبو كار كوي۔دې منصوبو سره به زلمو ته خپله ضلع كښې د تعليم اسانۍ په لاس ورشي
د وژن 2025 ترمخه به د اسلام آباد 22 او د صوبو 8 سكولونو له د سمارټ سكول درجه وركولې شي
مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز