وارسك 20 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې د كلبهوشن ي??دي?? په اړه هېڅ ډول ابهام نشته٬ هغه غېر ملكي اېجنټ او جاسوس دے٬ كلبهوشن ي??دي?? په پاكستان كښې د ترهګرې ډېرې كارروائې كړې دي٬ په وخت د نه نيول كېدو په صورت كښې به ئې لا تباهي كړې وه٬ پاكستان د خپل قانون له مخې ټوله معاله ترسره كړې او په دې كښې هېڅ شك او اختلاف نشته۔ د اېف سي پاسنګ آؤټ پ??ېډ نه پس په وارسك كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې افغانستان لپاره د پاكستاني اولس د قربانې يو اوږد تاريخ دے او د دواړو هېوادونو د اولس زړونه يو بل سره درېزېږي۔ د افغان دولت د ??ال??سې په اړه ده ووئيل چې زه په دې خبره كول نه غواړم خو د پاكستان پاليسي ډېره متفته او واضح ده چې پاكستان د كومې داسې ??ال??سې د ملګرتيا كولو سوچ هم نه شي كولې كومه چې د افغانستان د آزادې٬ خپلواكې او امن په لار كښې خنډ پېدا كړي۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن په پاكستان كښې امن دے۔ ده ووئيل چې افغان دولت دې د تنقيد كولو په ځائ د خپلو كمزورو لرې كولو ته پام وكړي او د دښمن په ژبه دې خبرې نه كوي۔ ده ووئيل چې كه افغانستان د يو ګاونډي په توګه خبره وكړي نو خبرې ته به ئې پام وكړو خو د هند په ژبه خبرې مونږ نه قبلوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې پاكستان او اېران دوست او وروڼه هېوادونه دي او په دې متفق دي چې په ګډه مسئلې ختمولې شي۔ ده ووئيل چې مونږ به د يو بل په ضد د كوم تحريك برخه نه جوړېږو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په هدايت به د روژې نه پس د اېران دوره كوم او اېران سره به په ګډه مسئلې ختموو۔ د كلبهوشن ي??دي?? په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل چې چرته خامي او تقسيم نه وي بايد ونه لټولې شي او بايد په افواګانو پسې تلل ونه شي۔ ده ووئيل چې هغه يو جاسوس دے كوم چې زمونږ په هېواد كښې نيول شوے دے٬ ده د هېواد په ضد سخت عزائم لرل۔ ده ووئيل چې جاسوس ته د پاكستان د آئين او قانون له مخې سزا اورل شوے٬ نړيوال عدالت ته دا كېس هند وړے او هلته هم پاكستان هم دا دريځ خپل كړے۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د اېف سي پاسنګ آؤټ پرېډ نه پس په وارسك كښې خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز