اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان ټېلی ویژن ، فلم، راديو او سټېج نوموړي فنكار قومي خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ارواښاد لپاره د لوړو درجو دعا او غمجنې كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د قوي خان په حق رسېدو سره پاكستان يو لېجنډ فنكار څخه محروم شوے دے٬ قومي خان په خپل ذات كښې د يوې اكېډمۍ حېثيت لرلو٬ د ده په څير فنكار په پېړو كښې پېدا كېږي، قوي خان راديو پاكستان پېښور څخه د چائلډ سټار په توګه كار پېل كړو كوم چې د هغه د فطري ټېلېنټ ثبوت دے۔ هغه يو ورسټائل فنكار وو۔ ارواښاد د پي ټي وي په هغه فنكارانو كښې وو كومو چې د پي ټي وي ډرامو په بنياد اېښودو كښې مهم كردار ترسره كړو۔’’لاکھوں میں تین‘‘او ’’اندھیرا اجالا ‘‘ كښې د ارواښاد اداكاري نن هم د اولس په ذهنونو نقش ده۔ وزیراعظم ووئيل د تمغه حسن كاركردګي او ستاره امتياز درناوې په رياستي كچه د قوي خان د فنكارانه صلاحيتونو اعتراف دے۔ پي ټي وي او فلم كتونكي به تر ډېرې مودې د هغه كمې محسوسوي۔ وزيراعظم دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
د قوي خان په حق رسيدو پاكستان يو ليجنډ فنكار څخه محروم شو٬ د وزيراعظم شهباز شريف د فنكار قوي خان په مړينه د افسوس څرګندونه
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ